دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۸
د مطلب کود : 168708
پاکستان: پر ډیورنډ د اغزن تار لګولو چارې به ډیر ژر پای ته ورسیږي
د پاکستان پوځ وايې له افغانستان سره ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه به د روان کال تر وروستيو پورې د سيم خاردار لګولو چارې پای ته ورسېږي.
د پاکستان د پوځ وياند اصف غفور وايې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ګډې پولې باندې د ترهګرو د مخنېوي په موخه څارنه زياتېږي.
عين وخت کې افغان چارواکي د پاکستان دا کار بېځايه بولي او غوښتنه کوي چې پاکستان دې د ترهګرو پر ضد عملي او جدي ګامونه پورته کړي.
د پاکستان پوځ دا هم ويلي چې له افغانستان سره پر پوله يې نوي امنيتې پوستي جوړي کړي، خو د شپيته زره پوځيانو د ځای پر ځای کولو خبره يې رد کړې ده.
که څه هم چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان له خوا د اغزن تار لګولو پر وړاندې زیات غبرګونونه راپوته شول، خو پاکستان دې کار ته دوام ورکړی او ډیر ژر به پر کرښه سیمي دیوال لګول بشيړ کړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxcdycw6dvea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته