دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۸
د مطلب کود : 168827
کابل-لوګر جاده د لاریون کوونکو له لوری تړل شوي
د کابل چهارآسیاب ولسوالی په لسګونه اوسیدونکې، د کابل-لوګر عمومی جاده ددی جاده د دوهم خط د جوړیدو کار نه شروع کیدو په اعتراض، د ترافیک په وړاندی تړلي دی.


د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، لاریون کوونکو دولت بالخصوص د عامه ګټو وزارت په عهد ماتونې او وعده خلافی باندی تورنوی او وایی چی د څو کالو راهیسی ډیر ځلې ددی جادی جوړولو وعده ورکړی دی؛ خو دولت خپل وعدو باندی عمل نه دی کړی.
مجتبی کاکر؛ د چهارآسیاب ځوانانو سازمان رئیس چی دا لاریون سازماندهی کړي، افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل چی دا جاده یواځی چهارآسیاب ولسوالی پوری نه مربوطیږی؛ بلکه څو ولایتونه د یو بل سره وصلوی.
ښاغلی کاکر زیاته کړه چی دا سړک د سردار محمد داوود خان په وخت کې استملاک شوي وو او د بودجه تخصیص او تمویل او تدارکاتو مرحلی څخه هم کلونه تریږی؛ خو دولت ددی پروژه عملی کولو په برخه کې بی کفایت دی.
د کاکر په وینا، ددی سړک جوړولو لګښت څو کالو مخکې د نړیوال بانک له لوری ورکړل شوی دی.
هغه اشاره وکړه چی مخکې هم هغوی ددی کار لپآره لاریون کړي خو د دولت له لوری نادیده نیول شوی دی.
د کاکر په وینا، که دولت دا ځل هغوی غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړی، هغوی د عامه ګټو وزارت دروازه په وړاندی د تحصن خیمه دروی او چاته اجازه نه ورکوی چی وزارت ته دننه شی.
 
https://avapress.com/vdchi6nzq23n-6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته