دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۰
د مطلب کود : 168880
ناټو: غزنی د سقوط خطر سره مخ نه دي
امریکایي ځواکونو په تیرو دریو ورځو کې په غزني کې د طالبانو پر مرچلو باندې۲۳ هوایي بریدونه کړي دي چې په کې ١۴٠ طالب جنگیالي وژل شوي دي.


په افغانستان کې د ناټو قاطع ماموریت د دوشنبې په ورځ وویل چې په دریو تیرو ورځو کې افغان ځواکونو د ناتو قواو په ملاتړ شاوخوا ١۴٠ طالبان د غزني په ښار کې وژلي دي. رپوټونه همداشان وایي چې د افغانستان د پولیسو او پوځ څه دپاسه ١٠٠ منسوبین هم د غزني په جگړو کې وژل شوي دي.
په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت ویاند وایی چې په تیرو دریو ورځو کې په افغانستان کې میشتو نړیوالو ځواکونو په مجموعي توگه د غزني په ښار کې د طالبانو پر ضد ٢٣ هوایي عملیات کړي دي.
د قاطع ماموریت ویاند همداشان وویل چې په اوسمهال د غزني ښار د افغان ځواکونو په کنترول کې دی او طالب جنگیالي "د ما هیلۍ له وجې د خلکو په منځ کې پټ شوي" او هغوی د غزني په ښار کې افغان قواو ته کوم گواښ نه دي.
له دې سره سره د ناټو قاطع ماموریت تائید کړه چې د غزني ښار بهر ځینو برخو کې کوچنۍ نښتې دوام لري.
د ناټو قاطع ماموریت د غزني لوی لارې د بندیو ادعا رد کړه او ټینگار یې وکړ چې د لویو لارو په اوږدو کې ټولې امنیتي پوستې د افغان ځواکونو په واک کې دي.
 
https://avapress.com/vdcg779qzak9374.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته