دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۳۶
د مطلب کود : 168944
د کابل برید د وژل شویو شمېر ۴۸ ته پورته شو
په کابل ښار کې د نننی ځانمرګي برید په ترڅ کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۸ او د ټپیانو شمېر ۶۷ ته ورسېد.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي تائیدوي چې د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۸ کسان وژل شوي.
چارواکي زیاتوي، چې د پیښې له ځای شاوخوا ۶۷ ټپیان روغتونونه ته ور وړل شوي.
امنیتي چارواکي وایي پیښه د کابل ښار په لویدیځ کې په یوه ښوونیز مرکز کې دننه رامنځته شوې ده.
د ښونیز مرکز یوه سرچینه تر درې مخکې ویلي و چې د برید په ترڅ کې تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
تر اوسه  کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchk6nzk23n-wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته