دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۲۲:۰۲
د مطلب کود : 169218
کندز-تخار له لاری تښتول شویو مسافرینو څخه ۹۲ تنه بیرته خوشې شوي
د کندز سیمه‎ییز چارواکي وايي چې د کندز – تخار له لارې د تښتول شوېو مسافرینو له ډلې څخه ۹۲ تنه یې خوشې شوي او ۳۶ تنه یې لا هم د وسله‎والو مخالفینو په بند کې دي.

د کندز د خان‎اباد ولسوال حیات‎الله امیري د آزادی راډیو سره په خبرو کې  ویلي چې نن سهار وسله‎والو طالبانو د کندز – تخار پر لويې لارې د درې عرادې ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکو موټرونه سپرلۍ له ځانه بېولې وې، خو د سپين‎ږېرو په هڅو سره ۹۲ تنه یې د دغې ډلې له منګلو څخه ازاد شوي او ۳۶ تنه یې لا هم د وسله‎والو طالبانو په اسارت کې دي.
ښاغلي امیري زیاته کړه:
"په مجموع کې ۹۲ تنه د درې مسافر وړونکو بسونو سپرلۍ د طالبانو له لوري خوشې شوي او ۳۶ تنه یې لا هم د وسله‎والو طالبانو په اسارت کې دي چې هغوی تذکرې نه درلودې او هڅې روانې دي چې پاتې شمېر هم د هغوی له اسارته ازاد شي."

ښاغلي امیري زیاته کړه چې اوس‎مهال په سیمه کې د پاتې یرغمل شوېو مسافرینو د خوشې کېدو په هدف د قومي مشرانو هڅې روانې دي، څو د وسله‎والو طالبانو له اسارته ازاد شي.

د ولسوال په خبره چې تښتول شوي مسافران ټول ملکي وګړي دي.
په ورته وخت کې د کندز ولایتي شورا هم د دې ولایت د لویو لارو د امنیت په اړه اندېښنه وښوده او سربېره پر دې د کندز سیمه‎ییز چارواکي د دې ولایت د امنیت د تأمینولو په برخه کې پاتې بولي.

له دې سره سم د کندز د مدني ټولنو رئیس عنایت الله خلیق هم پر حکومت غږ کوي چې د کندز– تخار د لويې لارې امنیت ته جدي توجه وکړي، څو خلک په ډاډه زړه پر دغې لارې ګاونډیو ولایتونو ته تګ را تګ وکړي.
دغه راز کندزیان هم وايي چې د کندز – تخار لويه لار له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ ده او خلک په ډاډه زړه پر دغې لارې تګ را تګ نه‎شي کولاي.

کندزیان وايي چې په وارـ وار دوی د کندز – تخار او د کندز – بغلان د لويو لارو د امنیتي وضعیت په اړه خپل غږ پورته کړی دی، خو لا تراوسه پورې په‎دې اړه د کندز د سیمه‎ییزو چارواکو له لوري کوټلي ګامونه نه‎دي پورته شوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم تأیید کړې چې دا کسان د دوی له خوا د تلاشۍ په هدف له موټرو ښکته شوي دي، نوموړي ویلي چې له تحقیقاتو وروسته یې ګڼ شمېر له دې کسانو خوشې کړي او له پاتې نورو هم پوښتنې ګرویږنې کوي که دولتي کارکوونکي او د امنتیي ځواکونو غړي نه وي هغه به خوشې شي.
افغان چارواکي وايي، ټول برمته شوي کسان ولسي خلک دي.
 
https://avapress.com/vdccsoqs42bqei8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته