دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۱
د مطلب کود : 169296
عربستان د یوې ښځې په ګډون ۵ فعالان اعداموي
د سعودي عربستان لوی څارنوالي د بشري حقونو د پنځو فعالانو د اعدام غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو د څار ډله وایي، دا پنځه تنه د ( شرقیه) ولایت دي او د ترهګرۍ پرضد یوه محکمه یې دوسیه څیړي.
په دې پنځو کسانو کې چې په اعدام محکوم شوې دي یوه هم د اسراء الغمام په نوم ښځه ده. په سعودي عربستان کې فعالان وایي چې دا لومړی ځل دی چې په دغه هیواد کې ښایي د بشري حقونو د فعالیت په ارتباط یو ښځه اعدام شي.
میرمن غمام د بلوا جوړونکو او مظاهره کوونکو په ملاتړ تورنه شوې ده.
په منځني ختیځ کې د بشري حقونو د څار ډلې مسوولې ساره لیا واټسن په یوې اعلامیې کې چې پرون یې خپره کړه وویل « هر اعدام وحشتناکه دی خو د اسرا الغمام په څیر کسانو لپاره د اعدام غوښتنه چې حتی د شخړو په ترسره کولو تورنه شوې هم نه ده ویرونکې ده».

رویټرز اژانس لیکي چې په لندن کې د القسط په نوم د بشري حقونو یوه فعال د روانې اونۍ په پیل کې د الغمام قضیه رابرسیره کړه.
ریاض د دې راپور تر چمتو کیدو پورې په دې اړه تبصره نه ده کړې.

فعالان وایي، محاکمه لا روانه ده او کوم راپورونه چې په ټولنیزو رسنیو کې د اعدام د حکم په اړه خپاره شوې دي هغه یې رد کړې دي.
په سعودي عربستان کې مطلقه شاهي ده چې مظاهرې او د سیاسي ګوندونو جوړیدل منع دي.
خو ریاض په وروستیو کلونو کې د ځوان ولیعهد محمد بن سلمان په امر یو لړ ټولنیزو او اقتصادي اصلاحاتو ته مخه کړې ده، خو په ورته وخت کې د معترضانو او مخالفانو ځپل ادامه لري.

تیرکال په لسګونو مذهبي مشران، مفکران او د حقونو فعالان د هغو ښځو په ګډون چې د موټرچلولو د حق ترلاسه کولو لپاره یې مبارزه کوله، ونیول شول.
د نومبر په میاشت کې د سلطني کورنۍ یوشمیر غړي، وزیران او تاجران د اداري فساد په تور توقیف شول چې بهرني پانګه وال او د ریاض متحدان یې حیرانه کړل.
اکثر نیول شوي کسان وروسته تر دې چې له حکومت سره یې په مالي برخه کې موافقې وکړې بیرته خوشي شول خو د دې جوړجاړیو حال چا ونه وایه.
اسراء الغمام چې په اعدام محکومه شوې ده شیعه ده دې په شرقیه ولایت کې په ۲۰۱۱ کال کې د مظاهرو اسناد راغونډ کړي وو.

د عربستان حکومت مخکې هم یوشمیر شیعه د سیاسي فعالیتونو له امله اعدام کړې دي.
ریاض داسې فکر کوي چې له ایران سره د دښمني لپاره د دوی خپل شیعه ترې ناراضه دي او تهران تورنوي چې د عربستان دننه د ناکراریو لپاره هلې ځلې کوي.
 
https://avapress.com/vdci33azqt1aqr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته