دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې تېره شپه په غزني ولایت کې ځانګړیو امنیتي ځواکونو د طالبانو له بنده ۶ سرتېري وژغورل، چې دوه یې د ولسمشرۍ د ساتنې قطعې سرتېري دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند جاوید غفور ویلي، چې دغه عملیات د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې تر سره شوي دي.
نوموړي په ډاګه کړې، چې طالبانو د دغو سرتېرو د اعدام حکم هم صادر کړی و.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ ځانګړيو امنیتي ځواکونو په دې عملیاتو کې ۱۱ طالب جنګیالي هم وژلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)