دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 172605
کابل کې د ترهګرو بریدونو دوه طراحان نیول شوي دي
راپورونه وایی، دکابل ښار کې د ترهګرو بریدونو ۲ تنو طراحانو نیولو شوې دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د کورنیو چارو وزارت تیره ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې د ترهګرو بریدونو یاد ‎ طراحان د یکشنی په ورځ دیاد ولایت د څرخي پله په سیمه کې نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایی، چې د ولیسو ځانګړو ځواکونو او ملي امنیت منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې دوه کسان چې په کابل ښار کې یې د بریدونو تر سره کولو پلاونه جوړل نیولي دي.
سرچینی وایی، چې له یاد کسانو څخه دوه میله کلاشنکوفونه، ۶ د هاوان سرګوللې، یوه اندازه مهمات او چاوېدونکي توکي هم نیول شوي دي.
خو په خبر پانه کې نور جزئیات نه دې ورکړل شوي.
https://avapress.com/vdcgzx9qnak9u34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته