دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۴۴
د مطلب کود : 172635
چاوراکې: په کندز کې ټاکنو لپاره سخت امنیتی تدابیر نیول شوي
د کندز پولیس د انتخاباتو د ترسره کولو په خاطر په دې ولایت کې د شدیدو امنیتي تدابېرو د نېولو خبر ورکوي.

د کندز د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ولسي جرګي د انتخاباتو د ترسرکولو په هدف، د دې ولایت په کچه شدید امنیتي تدابېر نېولي، څو خلک د امن په فضا کې ټاکنیزو مرکزونو ته ولاړ شي او د خپلې خوښې کاندید ته رأیه وکاروي.
د کندز امنيه قوماندان عبدالباقي نورستاني په دی اړه وویل:
"زه د کندز قدرمن ولس ته ډاډ ورکوم چې افغان امنیتي ځواکونو د انتخاباتو د ترسره کولو په خاطر شدید امنیت نيولی او خلک کولای شي په ډاډه زړه ټاکنیزو مرکزونو ته ولاړ شي او د خپلې خوښې کاندید په ګټه رأيه وکاروي او دغه راز د انتخاباتو د ترسره کولو په خاطر د کندز د مرکز اړوند سیمو او یوشمېر ولسواليو کې زموږ تصفیوي عملیات هم جریان لري."
ښاغلی نورستاني له خلکو غواړي چې د امنیت د لاښه والي په هدف له افغان ګډو ځواکونو سره همکاري وکړي.
د معلوماتو پربنسټ، راتلونکې شنبه د میزان په ۲۸ مه د هېواد په کچه د ولسي جرګي ټاکنې ترسره کېږي.
https://avapress.com/vdcjt8eviuqeamz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته