دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 173156
ولسمشر غني هلمند ته لاړ
افغان ولسمشر اشرف غني نن یکشنبې سهار د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هیواد بېلابېلو ولایتونو ته د سفرونو په لړ کې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته ورسېد.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني به د عبدالجبار قهرمان او صالح محمد اڅکزي کورنیو سره پر غمشریکۍ سربېره د هلمند ملکي او نظامي مسوولینو، مشرانو او متنفذینو، علماو، ښځو، ځوانانو، د ولایتي شورا استازو، ښوونکو او د پوهنتون استادانو، د مدني ټولنې او د بېلابېلو اقشارو له استازو سره جلا ناستې ولري
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciwpazqt1ayz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته