دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۰
د مطلب کود : 173363
افغانستان جنوب ختیځ کې نږدی ۶۸ تنه وسله والو ته مرګژوبله اوښتی
د افغانستان په جنوب ختېځ کې د افغنستان ملي پوځ ادعا کوي چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې لږ تر لږه ۶۸ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې د دوو پاکستانیانو په ګډون ۱۶ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغان هوايي ځواکونو د غزني ولایت لومړۍ نمبر لارې په اوږدو کې د میدانک، پیروګي، شاپ، درګري، قلعه کهنه، نصرت آباد، ملاحسین او لایق په سیمو کې پر سله والو مخالفینو هوايي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۳۹ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۸ تنه ژوبل دي او د وسله والو یو میل پیکا او یو عراده موټرسایکل د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو په وینا، همداراز ائتلافي هوایي ځواکونو د پکتیا ولایت مرکز پورې اړوند د چوڼۍ په سیمه کې ترهګر په نښه کړي چې په پایله کې یې ۳ تنه وژلي او یو عراده موټرسایکل د ترهګرو له منځه وړل شویدی.
د تندر قول په خبرپاڼه کې راغلي، چې د تندر قول اردو ماین پاکوونکو ټیمونو لخوا د غزني او پکتیکا ولایتونو اړوند سیمو کې (۴) کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdciqpazpt1ayp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته