د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، غزنی بریښنا ریاست نن شنبه اعلان کړه چی غزنی ښار بریشنا تیره شپه د میدان وردک ولایت شش کله سیمه کې قطع شوی دی.
دا ریاست د بریښنا قطع کیدو دلیل په اړه څه نه دی ویلی.
همدارنګه غزنی بریښنا ریاست مسؤولین ددی بریښنا لین بیرته وصل کولو څخه خبر ورکوی.
د یادولو وړ دی چی د یو میاشت په لړ کې دا څو ځلې دی چی بریښنا لین ددی ولایت په مربوطه د طالبانو او امنیتی ځواکونو ترمنځ ډزو له امله د میدان وردک په مربوطاتو کې قطع شوی دی.