دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۵۵
د مطلب کود : 174401
د اسلام ستر پیغمبر میلاد په ارګ او هیواد نورو سیمو کې ولمانځل شو
ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده کړې، چې په هېواد کې د کرکې جنګ، وحشت او ناامنیو ستر لامل له اسلامي ارزښتونو سره واټن او د حضرت محمد (ص) له سیرته بې خبري ده.

  
د میلادالنبي په دې مراسمو کې د ولسمشر محمد اشرف په ګډون دیني عالمانو او حکومتي چارواکو د سولې، ورورولۍ او برابرۍ په اړه د اسلام د دغه پیغمبر پر کارنامو رڼا واچوله.
ولسمشر اشرف غني ټینګار کړی، چې مونږ باید د زدکړو پر بهیر بیا کتنه ترسره کړو؛ هغه زدکړې، چې د ټولنې د هوساینې لپاره نه وي، د نفاق د له منځه وړلو لپاره نه وي او د هېواد د ودې او پرمختګ لپاره نه وي، نیمګړې زدکړې دي.

ولسمشر دا هم ویلي، چې مونږ باید په خپله ټولنه کې د اسلام د ستر پیغمبر سیرت ته مخ راواړوو او له کرکې ډډه وکړو.
ښاغلي غني دا هم څرګنده کړې، چې د اسلام لومړنی غږ زدکړه ده؛ ځکه، نو باید د علم په زدکړه کې هڅه وکړو.
هغه ټینګار وکړ، چې: له دې وروسته دې په ټولو ولایتونو کې د عالمانو د شورا رییسان په ولایتي اداري جلسو کې عضویت ولري، د حج فریضې د ادا کولو لپاره دې د جوماتونو د ملا امامانو او خطیبانو سهم مشخص او زیات شي، د حاجي صاحبانو د لارښوونې معلمان دې د جوماتونو د ملا امامانو له مینځه غوره شي او د ولایتونو حج او قاف ریاستونه دې د ولایتي ادارې په همکارۍ د جوماتونو ملا امامانو او عالمانو ته د کمپیوتر د اغړینو پروګرامونو د زدکړې صنفونه دایر کړي، چې علمای کرام وکولی شي، د دنیا له حال احوال او پرمختګونو پخپل وخت خبر شي.
دغه راز دیني عالم محمود بلیغ وایي: د مسلمانانو تر منځ باید سیرت نبي دود شي؛ پرېکړې او قوانین هم باید د الله له کتاب او د الله د رسول له سنتو بهر پاتې نشي.
دیني عالم محمد هاشم صالحي د هغه وخت بې دینۍ او جهالت ته په نغوته کې څرګنده کړې؛ نړۍ ته د الله پاک د رسول پیغام داو، چې خلک یې له جهالته وژغورل او په دې توګه یې د وحدت لپاره پر دیني زدکړو ټینګار وړاندې کړ.
د اسلام ستر پیغمبر په ۴۰ کلنۍ کې پر پیغمبرۍ مبعوث شو، چې خلک له جهل او ناپوهۍ وژغوري او د اسلام مقدس دین ومني.
د یادونې ده، چې په افغانستان کې هرکال د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د زيږيدنې(ميلاد ورځ ) عمومي رخصت وي.
 
https://avapress.com/vdccx0qss2bqm08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته