دخپریدو نیټه :جمعه ۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۳۹
د مطلب کود : 174587
پاکستان کې چین قونسلګری باندی ډله ایز برید
د پاکستان په کراچي ښار کې د چین حکومت پر قونسګلری ډلیییز برید شوی چې په پایله کې یې لږ تر لږه شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کراچي په سویل کې د پولیسو مرستیال مشر جاوید علم اودهو رسنیو ته ویلي، چې د برید په ترڅ کې د پولیسو دوه سرتېري وژل شوي او د چین قونسلګری یو ساتونکی ټپي شوی دی.
نوموړی زیاته کړه، چې درې تنه ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې د چین قونسلګری ودانی ته ننوځي د پولیسو له خوا په ډزو وژل شوي دي.
بلخوا عیني شاهدان وایي، چې د پیښې له ځایه د چاودنې او د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.
د کراچي امنیتي چارواکي وایي د عملیاتو په پایله کې نهه لاسي بمونه، د کلاشنکوف مرمی، شاژورونه او چاودېدونکي توکې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي او د نښتې په ترڅ کې یې د قونسګلری کارکوونکو ته زیان نه دی رسیدلی.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 
https://avapress.com/vdch6knzq23nqmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته