د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان کورنیو چارو وزارت نن ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلی دی، ګډو افغان امنیتي ځواکونو د یاد ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد پوځي عملیات تر سره کړي دي.
په خبر پانه کي ویل شوی دی، په دغه عملیاتو کې ۳۹ تنه وسله والو طالبان وژل شوي، ۱۱ ټپیان او ۵ یې له وسلو او مهماتو سره افغان ځواکونو نیولي دي.
سرچینی زیاتوی، د دغه بریدیونو په ترڅ کې د تګاب ولسوالۍ ۵۲ واړه او لوی کلي د وسله والو له شتون څخه په کلي توګه پاک شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبره، یاد عملیات له تېرو څو ورځو راهیسې پیل شوي وو، چې پرون په بریالۍ توګه پای ته ورسېدل.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه رسینو ټه څه نه دی ویلی.