دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۰۱
د مطلب کود : 175754
کونړ ولایت کې د داعش وسله والو بریدونه په شا تمبول شوي
د افغانستان په ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي د کونړ ولایت په مروري او وټه پور ولسوالۍو کې يې د وسله والو داعشیانو بريدونه په شا تمبولي دي.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې دغو وسله والو نن سهار په مروري او وټه پور ولسوالیو کې د امنيتي قواوو پر پوستو بريدونه وکړل چې په شا وتمبول شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې لړ کې وسله والو داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو تر اوسه يې دقيق شمېر معلوم نه دى.
د داعشیانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
کونړ د افغانستان په ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خرابشوی دی.
د کونړ ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdcenn8zejh8ffi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته