دخپریدو نیټه :جمعه ۲۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 175902
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د «لاجوردو لارې» ارزښتاکه پروژه, چې د ورېښمود لارې لويې پروژې برخه ده, پرانېستله
د ارګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې د لاجوردو لارې د پرانیستې په غونډه کې د لوړو پوړو دولتي مسوولینو، د ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې د لوړپوړو مقاماتواو په افغانستان کې د مېشتو ډيپلوماتیک غړو په ګډون د هرات په مولانا تالار کې ترسره شول.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې د دغې سترې پروژې د پرانیست غونډې په تړاو په راغلی بیان کې ویل شوې، ولسمشر محمد اشرف غني هیله څرګنده کړې ده چې ټول افغانان دې د لاجورد دهلېز د پیل جشن ونیسي او زیاتوي، چې  نورو ۲۰ سرحدي ولایتونو ته یې پیغام دا دی، څه یې چې په هرات کې پیل کړل د افغانستان په ټولو ولایتونو کې به تکرار شي.
ولسمشر غني د لاجوردو د لارې پرانیستنه، د افغانستان تاجرانو او پانګوالو ته د محصولاتو او پیداوارو  د انتقال فرصت ګڼلی، او وایي چې  د افغانستان حکومت له خپلو ظرفیتونو څخه د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې استفاده کوي.
  د دغې لارې له پرانېستل کېدو سره جوخت نن په افغاني تولیداتو بار ۹ کانټینرونه د چین او ترکیې پر لور روان سول.
د لاجورد ترانزيتي لار د هرات له تور غونډۍ او د فارياب د اندخوى له اقينې بندر پيل له ترکمنستان، اذربايجان، ګرجستان او ترکيې په تېرېدو له اروپا سره نښلول کېږي.
 
https://avapress.com/vdcjyiev8uqeahz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته