دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۰
د مطلب کود : 176247
د هرات ولایت کهسان ولسوالی کې د ۴۰ میلیونو افغانیو په ارزښت دوه عام المنفعه پروژو تهداذ ګذاری او افتتاح
هرات سیمه ایز چارواکې هرات ولایت کهسان ولوسالی کې حضور سره اسلام قلعه صحی مرکز الحاقیه ساختمان افتتاح او یو مکتب بنا ډبره کښیښوده.

محی الدین نوری هرات ولایت چارواکو سرپرست او معاون د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، داکتر آصف کبیر د عامه روغتیا ریاست معاون د اسلام قلعه صحی مرکز الحاقیه پروژه افتتاحیه کې وویل: نوی تاسیسات ولادی او نسایی، تغذی، لابراتوار، محافظینو اطاق، پارکینګ او اسلام قلعه صحی مرکز احاطوی دیوال څخه برخمن دی چی د ۱۶ میلیونو افغانیو په ارزښت د هندوستان هیواد ملی ملاتړ سره جوړیږی.
ښاغلی کبیر زیاته کړه: کهسان او اسلام قلعه صحی مرکز هم په نږدی راتلونکې کې به ارتقا وکړی ترڅو جراحی عملیات اجرا امکان یی مهیا شی.
په همدی حال کې، محی الدین نوری د هرات ولایت سرپرست او معاون ددی تاسیساتو افتتاح څخه خوشحالی ښودلی او ټینګار کړی دی چی خلګو ژوند وضعیت ښه کیدو ته په توجه سره په دی سیمو کې د لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږی.
ښاغلی نوری د کهسان ولسوالی اوسیدونکو څخه هم د امنیت تامین په برخه کې همکاری پّ خاطر قدردانی کړی او وویل: حقیقی امنیت تامین د خلګو همکاری نه بغیر ناممکن دی.
په همدی حال کې، ښاغلی سروری د هرات ولایت معارف ریاست معاون په دی ولسوالی کې نوی مکتب تهداب ګذاری په برخه کې خبرو کې وویل: دا مکتب قرار دی په دوو کلونو کې د ۲۴ میلیون افغانیو په ارزښت د هندوستان هیواد مالی مرستو سره جوړ شی، چی نږدی دری زره زده کوونکې به ورڅخه برخمن شی.
ښاغلی سرور وویل: اوس د کهسان په ولسوالی کې ۴۴ مکتبونه فعال دی چی په هغه کې نږدی ۵۰ زره زده کوونکې تر زده کړو لاندی قرار لری چی ۴۷ سلنه یی انجونی دی.
کهسان ولسوالی د هرات ښار په ۱۲۰ کیلو متری کې قرار لری چی د هرات ولایت ناامنه ولسوالیو څخه بلل کیږی.
 
 
https://avapress.com/vdcc0eqsm2bqmi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته