دخپریدو نیټه :جمعه ۳۰ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۰
د مطلب کود : 176345
په غزنی کې ۶ تنه وسله وال وژل شوی دی
د غزني دولتي چارواکي وايي، د دې ولایت مرکز ته څېرمه یې په یو کمین کې وسله‌والو ته مرګ ژوبله اړولې.

د غزني ولایت ویاند محمدعارف نوري رسنیوته وویل، د غزني د مرکز اړوند کاریز بالا په سیمه کې د اوپراتیفي معلوماتو پر بنسټ د پولیسو د چټک غبرګون قطعې په‌دې کمین کې شپږ وسله‌وال وژلي او څلور یې ټپیان کړي دي.
د ښاغلي نوري په وینا د وسله‌والو دوه جسدونه په سیمه کې پاتې دي او حکومتي ځواکونو ترې یوه اندازې وسلې او مهمات هم نیولي دي.
بل لور ته وسله والو طالبان هم مني چې په دې برید کې د دوی جنګیالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو شمېره يې کمه ښيې.
د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په دی اړه رسنیو ته وویل، دوه تنه وسله وال وژل شوي او یو بل ټپي دی.
 
https://avapress.com/vdcba0b8srhbzfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته