دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۶
د مطلب کود : 178167
افغانستان ټاکنو شکایاتو کمیسیون:

د نورو لسو لیست نهایی او تکمیل شوی دی

د نورو لسو لیست نهایی او تکمیل شوی دی
افغانستان ټاکنو شکایاتو کمیسیون وایی چی د نورو لسو ولایتونو لیستونه تکمیل او سبا به ټاکنو کمیسیون ته تسلیم کړل شی.

 

علی رضا روحانی؛ د ټاکنو شکایاتو کمیسیون ویاند په دی بیان سره چی د ۹ نورو ولایتونو نتایجو نهایی لیست مخکې له دی و ټاکنو کمیسیون ته استولی وو، وویل: د نورو لسو ولایتونو نهایی لیست هم تکمیل شوی دی، نن شپه اخرو یا سبا به د ټاکنو کمیسیون و اختیار ته ورکړل شی.
مخکې له دی سیاسی ګوندونو نمایندګان او ځینی معترض نامزدان ویلثی دی چی ټاکنې په کابل کې او د شمیرلو پروسه د تقلب، د رایو خرید او فروش او نورو جرایمو سره یوځای وو.
ملی وحدت حکومت سران د هغه جملی څخه سرور دانش د ریاست جمهوری دوهم معاون هم د تخطی، فساد او تقلب څخه په ټاکنیز کمیسیون کې خبری کړی دی.
له بل لوری هم افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون وایی چی د ۹ ولایتونو لیست تخنیکی کار تکمیل شوی او شاید سبا اعلان شی.
ځینی نامزدان چی لومړنیو لیست کې لاره نه دی موندلی، د تاکنو شکایاتو کمیسیون له لوری عدالت په هیله دی، لیدل کیږی چی دا کمیسیون به وکولای شی حق و حقدار ته وسپاری، هغه پوښتنه چی وخت تیریدو سره به ځواب ورکړل شی.
 
https://avapress.com/vdcfvcdyew6deya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته