دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۳
د مطلب کود : 178407
د میدان وردک انتحاری برید طراح د ۷ تنو سره ووژل شو
ملی امنیت عمومی ریاست د یو خبرپاڼی په خپرولو سره اعلان کړی چی انتحاری برید طراح د دوشنبه په سهار په میدان وردک کې، تیره شپه د هوایی بریدونو په ترڅ کې ووژل شو.
 

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د خبرپاڼی په اساس، ملی امنیت ریاست د قومندان نعمان اوپراتیفی کار په لاره اچولو سره، ملی امنیت خیزش مفرزه قرارګاه باندی انتحاری برید طراح تیره شپه ۱۱:۱۲ بجی د میدان وردک ولایت مرکز میدان شهر کې د ۷ نورو تروریستانو سره تثبیت او د هوایی ضربه په اجرا کولو سره له منځه یوړه.
په خبرپاڼه کې راغلی دی چی ملی امنیت ددی تروریستی شبکه نور غړۍ تعقیب او له منځه به یوسی.
خبرپاڼه زیاتوی، افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونه د خپل خلګو او خاوری څخه ساتنې به مقصد هرډول فداکاری ته حاضر دی او ددی مرز او بوم دشمنانو په وړاندی ولاړ دی. دشمنان نه شی کولای د افغان سرتیرو قاطع عظم او اقتدار تضعیف کړی.
 
https://avapress.com/vdccx4qsm2bqm08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته