دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 178639
پامپیو: امریکا د افغان سولې په برخه کې جدي ده
د افغان سولې په تړاو د امریکا متحده ایالاتو د وروستیو هڅو په لړ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې امریکا د افغان سولې په برخه کې جدي ده.

مايک پامپيو پر خپل ټويټر ویلي چې امريکا نه پرېږدي افغانستان د نړيوال ترورېزم په ځاله بدل شي او له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د ايستلو په اړه هم واشنګټن جدي‌ اراده لري.
پامپیو ویلي:"امریکا د سولې د هڅو په تعقیب افغانستان د نړیوالو ترورستي ډلو په ځاله د بدلېدو د مخنیوي او خپل وطن ته د عسکرو ستنولو په برخه کې جدي ده. امریکا له افغان حکومت او ټولو هغو اړخونو چې په دې برخه کې لېوالتیا لري د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا خپلواکۍ او هوساینې لپاره کار کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په دوحه کې د طالب استازو سره پر تېرو شپږ ورځنیو خبرو خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې د "مهمو مسایلو په اړه د پام وړ پرمختګ" شوی دی.
زلمي خلیلزاد تېره ورځ ویلي چې د افغانستان د سولې په هکله هر ډول وروستۍ پرېکړه "بین الافغاني خبرو" ته اړتیا لري.
ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټر لیکلي دي"مونږ د رامنځته شوي بهیر نه په استفادې خپلو خبرو ته دوام ورکوو. اوس هم یو شمیر مسایل پاته دي چې باید پرې کار وشي، تر هغه چې پر ټولو شیانو هوکړه ونشي پر هیڅ شي هوکړه نه کیږي. ټولو شیانو کې بین‌الافغاني خبرې او هر اړخیز اوربند هم راځي."
 
 
​د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم تېره شپه په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د شنبې په مازدیګر د قطر په غونډه کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په ګډون پر مهمو موضوعاتو بحث او مذاکرې شوي دي.
افغان حکومت تر دامهاله د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ په پیل شوو خبرو کې مستقیم ګډون نه دی کړی، خو مخکې په وار وار ویلي چې د افغانستان د سولې په هکله هره پرېکړه باید د دې هېواد د حکومت له لارې وشي او د سیمې هېوادونه په کې دخیل وي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjtoevhuqeamz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته