دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۱۸
د مطلب کود : 178665
په ننګرهار ولایت کې داعش سنګرونو باندی هوایی بریدونه شوی
د ننګرهار ولایت په اچین او خوږیاڼو ولسوالیو کې د داعش په سنګرونو ائتلافي ځواکونو هوایې حملې کړې لس داعیش وسله وال یې وژلي دي.

د افغانستان په ختیځ کې افغان نظامي چارواکي وایي، د ننګرهار ولایت په دوو ولسوالیو کې ائتلاف ځواکونو د داعیش پر سنګرونو هوایي بریدونه کړي چې له امله یې د دغې ترهګرې ډلې ۱۰ جنګیالي وژل شوي دي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اوردو له لوري خپره شوې اعلامیه وایي، په افغانستان کې میشت ائتلاف ځواکونو پرون شنبه د سلواغې میاشتې په ۷ مه په اچین ولسوالۍ کې د داعیش په مرکزونو حملې کړې دي، اعلامیه زیاتوي چې د دغو بریدونو په پایله کې لږ تر لږ ۸ داعیش وسله وال وژل شوي دي.
اعلامیه لیکي چې ائتلاف ځواکونو په یوه بله ورته هوایي حمله کې د ننګرهار په خوږ یاڼو ولسوالۍ کې دوه داعیش جنګیالي وژلي دي. په اعلامیه کې راغلې چې د دغو هوایي عملیاتو پر مهال ملکي وګړو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.
 
https://avapress.com/vdciqvazwt1ayq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته