دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 179037
مسکو کې افغان سولې په اړه ناسته کې د افغانستان حکومت ګډون نه کوی
د بهرینو چارو وزارت: د ماسکو په غونډه کې حکومت ځکه ګډون نه کوي چې دا ډول غونډې د افغانستان له سولې سره هېڅ مرسته نه شي کولای.

د دغه وزارت ویاند صبغت الله احمدي پرون شنبه د مرغومې په ۱۳ مه رسنیو ته ویلي، افغان حکومت لا له وړاندې د نه ګډون په اړه سلا او مشورې کړې دي.
دا  په داسې حال کې دی چې ټاکل شوې د افغان سولې په تړاو دغه غونډه د دې اونۍ د چهار شنبي او پنجشنبې په ور ځو  په ماسکو کې تر سره شي.
د دې کنفرانس تنظیموونکو ویلي چې هدف یې د افغانستان په جګړه کې له ښکېلو خواو سره مرسته ده چې په خپلو دریځونو کې اختلاف کم کړي.
د وسله والو طالبانو له لوري رسنیو ته ویل شوي ، چې د محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د دوی یو پلاوی په مسکو کې له افغان سیاستوالو  سره د افغان سولې په تړاو ناسته کې ګډون کوي.
بل لور رسنیو ته داسي رپوټونه رسیدلي چې،  د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی ، د طالبانو پخوانی چارواکی ملا عبدالسلام ضعیف ، د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال حکمت خلیل کرزی ، او د اسلامي وحدت کوند مشر محمد محقق، په مسکو کې د دغې جوړیدونکې د دوه ورځنۍ غونډې برخه وال دي  .
دغې دوه ورځنۍ ناستې ته عطامحمد نور، اسماعیل خان او ځینېو نورو افغان سیاستوالو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو دوی د ګډون او نه ګډون په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcc1oqsm2bqmx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته