دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 179314
غزنی ولایت کې بهرنیو ځواکونو یو هوایی برید په ترڅ کې ۶ تنه وسله وال وژل شوی
د غزني چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په یوه هوايي برید کې ۶ تنه وسله وال وژل شي دي.

د ولایت ویاند محمد عارف نوري په دی اړه رسنیو ته  ویلی:نن مازیګر شااوخوا درې نیمې بجې د یادې ولسوالۍ په جمال خېلو کلي کې دغه برید تر سره شوی دی چې د وسله والو طالبانو د یو مشهور قوماندان رفیع الله په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي.
نوري زیاتوي، رفیع الله په قره باغ ولسوالۍ کې د وسله والو نظامي مسؤلیت پر غاړه درلود.
بل لور ته وسله وال طالبان هم د ناټو ځواکونو له لوري د بې پيلوټه الوتکو برید مني، خو د وسله والو له وژل کېدو انکار کوي.
د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، یادو الوتکو د ولسي خلکو پر دوو موټرو بمبار کړی چې په پېښه کې دواړه موټرې له منځه تللي او په کې سپاره ۷ تنه ملکیان وژل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdca6on6y49n0e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته