محمد نور رحمانی؛ د سرپل ولایتی شورا رئیس د
افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې ددی پیښی تایید ترڅنګ وویل چی طالبان تیره شپه سرپل مرکز سیمو بغاوی کې امنیتی پوسته باندی د طالبانو تهاجمی برید شوی چی ددی پوستی سقوط لامل شوی دی.
هغه وویل چی نن د یو عملیات په ترڅ کې دا پوسته بیرته ونیول شو او طالبان شا تګ ته اړ شو.
رحمانی سرپل امنیتی وضعیت اندیښمند وبلل او زیاته کړه: که دا ولایت ته تازه نفس ځواکونه ونه استول شی او هوایی ملاتړ ترسره نه شی، په سرپل کې وضعیت نور هم بدتره کیږی.
سرپل د هیواد په شمال کې یو د ناامن ولایتونو څخه دی چی دولت مخالفین پکښی پراخ حضور لری.