دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۳
د مطلب کود : 180410
امریکا ولسمشر د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اونګ دوهمې سرمشریزې لپاره ویتنام ته رسېدلي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اونګ د دوهمې سرمشریزې لپاره ویتنام ته رسېدلي دي.

ټاکل شوې ده چې دواړه مشران به نن او سبا ته د ویتنام په مرکز هانوې که له یوه بل سره کتنه وکړي.
د ډونالډ ټرمپ او کېم جونګ اونګ د خبرو تمرکز به د شمالي کوریا د اټمي وسلو او د میزائیلو د پروګرام د بندولو پر سر وي.
د امریکا ولسمشر په خپله الوتکه کې چې ایر فورس ون نومېږي، ویتنام رسېدلی دی او د شمالي کوریا مشر بیا د ریل په‌واسطه د چین له لارې د درې زره کیلو مترو واټن وهلو وروسته ویتنام ته ورسېد.
ولسمشر ټرمپ ویتنام ته له روانېدو مخکې په خپل ټویټر ولیکل چې په بشپړه توګه د شمالي کوریا د اټمي پروګرام په بندېدو سره به دا هېواد په تېزۍ سره اقتصادي ځواک شي.
د ویتنام حکومت د امریکا او شمالي کوریا د سرمشریزې د امنیت لپاره د لازمو او جدي امنیتي تدابیرو ډاډ ورکړی دی، خو تراوسه يې په هانوې ښار کې د ډونالډ ټرمپ او کېم جونګ اونګ د غونډې دقیق ځای نه‌دی په ډاګه کړی.
https://avapress.com/vdcjvyevyuqeoxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته