دخپریدو نیټه :شنبه ۳ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 181921
هلمند ولایت دهقان ورځې مراسمو کې چاودنه ۳۴ تنه ژوبل کړی
امنیتی سرچینی هلمند ولایت کې دهقان ورځې مراسمو کې دوه چاودنو اعلام سره وویل چی په دی تروریستی برید کې تراوسه د څو دولتی چارواکو په ګډون ۳۴ تنه وژل شوی او ټپیان شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، هلمند ولایت کې دهقان ورځې مراسمو په جریان کې دوه چاودنې رامنځته شوی چی څو تنه یی قربانی کړی دی.
نصرت رحیمی د داخله وزارت ویاند وویل چی په دی برید کې تراوسه ۳ تنه ژوند له لاسه ورکړی او ۳۱ تنه نور د دولتی چارواکو په ګډون ټپیان شوی دی.
ځینی سرچینی د هلمند ولایت والی ټپی کیدو څخه خبر ورکړی خو ځینی سرچینی چی د وژل شویو او ټپیانو آمار و خبرنګارانو ته ورکړ د هلمند والی ټپی کیدل نه دی تایید کړی.
په وژل شویو کې د محمد خان نصرت، هلمند اقتصاد رییس نوم هم لیدل کیږی.
طالبان ددی برید مسؤولیت په غاړه اخیستی دی.
 
https://avapress.com/vdchiznzz23n6wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته