دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 182080
ولید ۴۰ عملیات لومړۍ پړاو په بلخ کې ۱۰ تنو تروریستانو ژوبل کیدو سره پای ته ورسید
ولید ۴۰ عملیات لومړۍ پړاو، د ۱۰ تنو تروریستانو ژوبل کیدو سره پای ته رسیدلی او دوهم پړاو به یی هم ډیر ژیر شروع شی.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د شاهین ۲۰۹ قول اردو په اطلاعیه کې راغلی دی چی ولید ۴۰ علمیات لومړۍ پړاو چی د امنیتی ځواکونو او ملی اردو او کوماندو ځواکونو مشترک عملیات سره د حوت په ۲۰ نیټه د بلخ ولسوالیو لکه چمتال او دولت آباد ولسوالیو تصفیه کولو لپاره شروع شوی وو د ۱۰ تنو تروریستانو وژل کیدو او ټپی کیدو سره پای ته ورسیده چی پکښی د تروریستانو دوه کلیدی قوماندانان د نواب مشهور په کامران او وزیر ګل مشهور په مطمئین په نامه د چمتال او دولت آباد ولسوالی کې هم وو.
د اعلامیه په ادامه کې راغلی دی: ددی برید اصلی مقصد د ګل سرخ او نوروز میلو لره یاد ولسوالیو کې امنیتی تدابیر جوړول وو چی ۸ تروریستان پکښی ووزل شو او ۲ تنه ټپیان شو.
د یادولو وړ دی چی ددی عملیات دوهم پړاو د حمل په ۸ نیټه دوهم ځل د بلخ ولایت ځینو سیمو کې د سره نیول کیږی.
 
https://avapress.com/vdcevw8z7jh8v7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته