دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 182392
طالبان د دایکندی پاتو ولسوالی کې د خوراکی توکونو رانیول او خرڅول منع کړی دی
د دایکندی ولایت پاتو ولسوالی سرتګاب اوسیدونکې ادعا کړی چی طالبانو سرتګاب په سیمه کط د خوراکې توکو او نورو اموالو د رانیولو او خرڅولو مخه نیولی او که دولت په دی برخه کې عاجل اقدام ونه کړی انسانی تلفات به رامنځته شی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، طالبانو تیر کال خزان لومړیو کې د امنیتی ځواکونو له لوری د پاتو ولسوالی برمنی سیمې څخه وشړل شو او دا سیمه د دولت تر کنترول لاندی وو خو وروسته امنیتی ځواکونه دا سیمه پریښوده او طالبان یوځل بیا سیمه د جدی مشکل سره مخ کړی دی.
محمد یعقوبی د پاتو ولسوالی سرتګاب سیمې یو تن اوسیدونکې د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې په سیمه کې د خلګو بد وضعیت څخه خبر ورکړی او ویلی دی چی طالبان د خوراکی توکو او نورو اموالو رانیولو او خرڅولو مانع د سرتګاب ولسوالی برمنی سیمه کې شوی دی.
هغه زیاته کړه چی سرتګاب برمنی سیمې اوسیدونکې مجبور شوی چی حتی خپل ضرورت وړ خوراکې توکې په قاچاق ډول دا سیمې ته وارد کړی خو مخکې ورځ طالبان ددی خبری څخه خبر شوی وو او خلګو رانیول شوی مواد اوبو کې اچولی دی.
محمد زیاته کړه، که دولت په دی برخه کې عاجل اقدام ونه کړی نو په دی سیمه کې به انسانی تلفات واوړی.
 
https://avapress.com/vdcaoun6u49nae1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته