جان بس نن د جون په ۱۱مه پر ټوېټر لیکلي چې دایمي سوله له ټولو خواوو عفوې ته اړتیا لري.
خو د جان بس په لیکنه، د طالبانو له زندانونو بندیان نه خوشې کېږي، بلکې د افغانستان امنیتي ځواکونه یې په پوځي عملیاتو کې خوشې کوي.
د امریکا سفیر د افغانستان امنیتي ځواکونه ستایلي چې په وروستیو کې یې سلګونه افغانان له زندانونو ازاد کړي دي.
وسلهوالو طالبانو نن په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان د حکومت له لوري د زندانیانو په ۸۸۷ کسیز لېست کې چې خوشې کېږي، یوازې ۲۶۱ تنه د دوی زندانیان دي.