د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، احمد جاوید بشارت؛ د بغلان پولیسو قوماندانی ویاند د
افغان غږ خبری آژانس په مصاحبه کې وایی: نن غرمی نه مخکې ۹ بجو په شاوخوا طالبان د پلخمری او مزارشریف لاره د چشمه شیر په سیمه کې تړلي او نیم ساعت وروسته د امنیتی ځواکونو سره نښته کړی دی.
هغه وویل: طالبان په دی پيښه کې یو تانکر ته اور اچولی دی.
بشارت وایی همدا اوس طالبان ددی لاری څخه ایستل شوي او تر ۱۵ دقیقو پوری به لاره خلاصه شی.
دا په داسی حال کې دی چی پلخمری او مزارشریف لاره د یو څه مدی راهیسی د همداسی پیښو شاهد وو او هر وخت طالبان ددی لاری نه په استفاده چپاول کوله.