دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۰۲
د مطلب کود : 189529
د یو خصوصی تلویزیون پر موتر ماین چاودنې ۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د یکشنبې پر مازدیګر( د زمري ۱۳) د کابل ښار د ۱۵ امنیتي حوزې دتایمني په پېنځم سړک کې د خورشید تلویزیون پر کاستر موتر ماین چاودنه شوې.

کورنیو چارو وزارت د چاودنې پخلی کړی او وايي، په دې چاودنه کې د یاد تلویزیون درې کسان سخت ټپیان دي.
دغه راز ویل کیږي، چې د یاد تلویزیون د کارکوونکیو پر موتر د ماین په چاودنه کې د موتر دریور او یو عم وګړي خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.
تر دې دمه هیچا د پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.
 
https://avapress.com/vdcj8hevhuqeoiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته