دخپریدو نیټه :شنبه ۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۶
د مطلب کود : 192266
په کندهارکی د ۳۱ ماین چاودونو مخنیوی سوی
په کندهارکی د ۳۱ ماین چاودونو مخنیوی سوی

په کندهار کی د رایی ورکوونی پروسې د ګډوډولو په موخه د دښمن ۳۱ حلقې ځای پر ځای سوی ماینونه کشف او خنثی سول

په هغه خبرپاڼه کی ،چی د کندهار ولایت مقام څخه خپره سوې راغلی،چی ګډو امنیتی ځواکونو د تېری شپې ۱۱ بجو څخه تر نن سهار پورې د کندهار ښار په بېلابېلو ناحیو کی د دښمن ۳۱
حلقې ماینونه کشف کړل، چی اکثره یې خنثی او یو شمیر نورو ته یې امنیتی ځواکونو چاودنی ورکړې.
دښمن غوښتل، چی د ځای پر ځای سویو ماینونو په مرسته د ټاکنو پروسه له ګډوډۍ سره مخ کړی او د خلکو په مینځ کی بیره خپره کړی خو زموږ زړورو امنیتی ځواکونو د دښمن پلانونه ور شنډ کړل او دمګړی په کندهار ښار او ولسوالیو کی د رایی ورکوونی پروسه په نورمال ډول مخته روانه ده.
https://avapress.com/vdcb05b80rhb95p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته