دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۶
د مطلب کود : 192446
غزنی کې تیرو ۴۰ ورځو کې ۲۳۴ تنه طالبان وژل شوی
غزنی سیمه ییز چارواکې خبر ورکوی چی تیرو ۴۰ ورځو کې طالبانو ته سخت تلفات اوښتی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عارف نوری، د غزنی والی ویاند نن چهارشنبه(۱۰ میزان) افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل چی نږدی تیرو ۴۰ ورځو کې، ۲۳۴ تنه طالب وسله وال د هوایی بریدونو او عملیاتونو په ترڅ کې غزنی بیلابیلو سیمو کې وژل شوی دی.
نوری زیاته کړه چی په دی وژل شویو کې ۲۷ تنه طالبانو قوماندانان د طالبانو نهاد نومول شوی والی په ګډون غزنی لپاره او همدارنګه ۴۸ پاکستانیان شامل دی.
د نوری په وینا، په دی مده کې یواځي ۱۰ تنه امنیتی ځواکونه او ۱۶ تنه غیری نظامیان هم شهید او ټپیان شوی دی.
طالبان تراوسه ددی ګزارش په اړه څه نه دی ویلی.
 
https://avapress.com/vdcba5b80rhb9ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته