دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۴
د مطلب کود : 192531
لښکرګاه کې یو تن د وسله والو غلاوو په تور نیول سوی.
د ملي امنیت منسوبینو په لښکرګاه ښار کي یو تن د غلا په تور نیولی، تورن کس پر خپل جرم منلی دی، دغه راز د ښار په پنځمه حوزه کي بیا یو غلا سوی موټر د غلو له منګلو ژغورل سوی دی.
د ملي امنیت منسوبینو په لښکرګاه ښار کي یو تن د غلا په تور نیولی، تورن کس پر خپل جرم منلی دی، دغه راز د ښار په پنځمه حوزه کي بیا یو غلا سوی موټر د غلو له منګلو ژغورل سوی دی.
ملي امنیت د یوې خبرپاني په خپرولو سره وایي: چي مسوبینو یې یو یې د پنځمي حوزي په مربوطاتو کي یو غلا سوی، موټر نیولی، په سیمه کي د تورن کس د نیولو
په تړاو پلټني پیل سوي دي.
خبرپاڼه کاږي، دغه راز یو تن د لښکرګاه ښار د قصبې په سیمه کي له یوه ښاري څخه موټرسیکل اخیستی وو، چي د ملي امنیت مسوبینو د کارته لګان په سیمه کي غل له غلا سوي موټرسیکل سره یو ځای ونیولی.
تورن کس منلې، چي د قصبې په سیمه کي یې له یوه تن څخه په زور موټرسیکل غلا کړی وو.
د ملي امنیت مسئوبینو تر دې وړاندي هم د لښکرګاه ښار په بیلابیلو سیمو کي وسله وال غله نیولي او د قانون منګلو ته یې سپارلي دي.
https://avapress.com/vdcgwx9qqak9yn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته