دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۲
د مطلب کود : 193080
۱۰۰ عراده نقلیه وسایل د تور هندارو څخه په کابل کې پاک شو
ډیر سازمان یافته جرایم په ښارونو بالخصوص کابل کې د تورو هندارو لرونکو او اسناد بغیر موټرانو او قانونی مجوز نه درلودونکې اسلحو په واسطه ترسره کیږی.

 
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری، کابل: د داخله وزارت اعلان کړي چی ۱۰۰ عراده نقلیه وسایل د تورو هندارو څخه په کابل کې پاک شوی دی او ځینی جنګی وسیلی هم د غیری مسوول مسلح کسانو څخه لاسته راغلی دی.
امنیتی ځواکونه مشترک عملیات د اسناد نه درلودونکې موټرانو مخنیوی، تورو هندارو موټرانو مخنیوی او همدارنګه د قانونی مجوز نه درلودونکو اسلحو څخه مخنیوی لپاره په کابل کې ترسره کړی دی.
په دی عملیات کې ۱۰۰ عراده نقلیه وسایل د تور هندارو شتون څخه پاک شوی او دوه میل کلاشینکوف، ۱۲۰ عدده شاژور، ۳۷۰ فیر مرمی د کلاشینکوف، ۱۰ لاسی بمونه او نور نظامی تجهیزات چی اسناد نه لری د امنیتی ځواکونو لاسته راغلی دی.
د داخله وزارت اعلان کړی دی چی د تورو هندارو موټرانو پاکسازی پروسه او غیری قانونی تجهیزاتو راټولولو پروسه په کابل کې په شدت سره جریان لری او همداسی به ادامه ولری.
 
https://avapress.com/vdcg7w9qzak9yz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته