دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۳
د مطلب کود : 194399
پولیسو جلال اباد ښار کې دوه مبایل تښتوونکي ونیول
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار اړوند ګلايي عربانو سيمه کې دوه تنه، چې له هندي ريکشا څخه په ګټه اخيستنه يې د خلکو له لاسونو څخه مبایلونه تښتول ونيول شول. د ننګرهار ولایت رسنیو له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دغو کسانو به په ښار کې د خلکو له لاسونو څخه مبايلونه اخيستل او بيا به د هندي ريکشا څخه په ګټې اخيستنې تښتيدل. د جلال اباد ښار پولیسو مسئولين وایي، له ښاریانو هيله لري، چې د دغه ډول کسانو په پيژندلو او نيولو کې ور سره همکاري وکړي.
https://avapress.com/vdcaoyn6o49noe1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته