دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۲۷
د مطلب کود : 195198
اشرف غنی نمایندګانو سفر و قطر ته
طالبانو ته نږدی سرچینی خبر ورکوی چی یو هیات د ملی امنیت شورا دفتر څخه ددی ډلې سره خبرو لپاره قطر ته رسیدلی.

 
د سرچینی په وینا، دا هیات یواځي د اشرف غنی څخه نمایندګی کوی او قرار دی د طالبانو څخه وغواړی چی د طالبانو بندیانو آزادولو په بدل کې د انس حقانی آزادی په ګډون، پر اوربند باندی توافق وکړی.
سرچینی وایی چی د ملی امنیت شورا دفتر د طالبانو څخه به وغواړی ترڅو یواځی د افغانستان دولت هیات سره د بیجینګ په ناسته کې په رسمی توګه خبری وکړی. خو تراوسه د طالبانو سیاسی دفتر په دوحه کې د امنیت شورا دفتر هیات سره خبرو ته نه دی حاضر شوی.
که څه هم د سرچینو په وینا، ولسمشر هیات قطر چارواکو سره هم لیدنې کړي او سولې باندی بحث کړی دی.
سید اکبر آغا د طالبانو پخوانۍ غړۍ وایی: زه فکر نه کوم چی طالبان د بندیانو آزادیدو باندی رسما خبری اتری شروع کړی.
تراوسه د هیواد امنیت شورا دفتر په دی اړه څه نه دی ویلی. خو سولې عالی شورا وایی چی دواړو لورو ترمنځ اړېکه شتون لری.
د امنیت شورا دفتر هیات سفر اجندا یو برخه د طالبانو سره خبری بیجینګ ناسته کې دی، د همدی مخې ویل کیږی حکومت د هیات ترکیب پټوی، خو اجرایی ریاست ویلی دی چی ددی هیات ترکیب ډیر ژیر رسنیزه کیږی.
 
https://avapress.com/vdci3wazvt1a3z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې