دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۸
د مطلب کود : 178931
د سولې کیلی چیری دی؟!

 
ولسمشر غنی وایی چی افغانستان جګړی کیلی په اسلام آباد، راولپندی او پاکستان کویته کې دی.
ښاغلی غنی چی چهارشنبه په ورخ د لویه جرګه په خیمه کې د ځینو ځوانانو په منځ کې خبری کول، وویل چی سوله د تړلو درازو شاته د اقلیتونو له لوری په نتیجه نه رسیږی. هغه ټینګار وکړ؛ یو څو ورځنۍ سوله نه غواړو؛ بلکه پایدار سوله غواړو.
مخکې له دی چی امرالله صالح د ښاغلی غنی ټاکنیز همپیمانانو څخه هم ویلی وو چی د سولی کیلی په کابل کط نه؛ بلکه د پاکستان په راولپندی کی دی. دا اظهارات د زلمی خلیلزاد خبرو په غبرګون مطرح شوی دی چی د سولې تامین په اړوند د افغان سیاسیون ترمنځ اجماع نه شتون باندی ټینګار سره ویلی وو چی سولې کیلی په کابل کې دی.
زلمی خلیلزاد؛ د امریکا خارجه وزارت خاص نماینده د افغانستان سولې په چارو کې سولې خبرو اترو لپاره خپل اخیرو سفرونو کې، د طالبانو نمایندګانو سره په قطر کې ډیر اوږد مهاله خبری اتری ترسره کړی. هغه ددی مذاکراتو وروسته وویل چی ددی ډلې سره په اصولو کې ځینو تړونونو ته رسیدلی دی؛ خو تړون نه دی نهایی شوی.
داسی په نظر رسیږی چی د امریکا او افغانستان ریاست جمهوری ترمنځ سخت شخړی د طالبانو سره سولې پر سر رامنځته شوی دی؛ هغه شخړی چی د کارپوهانو په باور، دا ددی شکاره کوونکې دی چی سولې ناستو رامنځته کیدنه د امریکا او طالبانو نمایندګانو ترمنځ او طالبانو او افغانستان حکومت مستقیم مذاکراتو څخه مخنیوی، بی ځایه نه وو او امریکا هم په دی برخه کې نقش او سهم درلودلی دی.
که څه هم زلمی خلیلاد ډیر ځلې دا نکته باندی ټینګار کړی دی چی د طالبانو سره مذاکری مقصد، یواځی د طالبانو او افغانستان دولت ترمنځ سول خبرو اترو تسهیل دی؛ خو اوس مشخص شوی چی دا موضع، یو دروغ وو او امریکا نماینده افغانستان دولت او خلګ تیر ایستلي ترڅو خپله د طالبانو سره د هغوی په نه شتون، د هیواد راتلونکی په اړه تصمیم ونیسی.
دا همغه څه دی چی داشرف غنی سخت خشم راپورته کړی دی؛ ځکه هغه داسی فکر کوی چی د امریکا له لوری تیر ایستل شوی دی. ښاغلی غنی په شکاره توګه د داوود خان او داکتر نجیب تجربو تکرار باندی ځان سره، خبرداری ورکړی دی، او دا د پوهانو په باور، شکاره کوی چی د ملی وحدت حکومت او امریکا دولت ترمنځ بی سارۍ بحران د طالبانو سره سولې په برخه کې رامنځته شوی دی چی دلیل یی، د ښاغلی غنی او حکومت او حتی اوسنۍ سیاسی نظام راتلونکی په خطر کې لویدل دی.
په دی منځ کې، دا پوښتنه رامنځته کیږی چی په حقیقت کې هغه سوله چی ورڅخه خبری کیږی، چیری دی؟ زلمی خلیلزاد وایی چی افغانان دی خپل اختلافات پریږدی او سولې لپاره منځته راغلی فرصت څخه ګټه واخلی؛ ځکه د سولې کیلی د هغوی په لاس کې دی.
خو ریاست جمهوری او ښاغلی غنی باور لری چی سولې کیلی په راولپندی او کویته کی دی او دا پاکستان دی چی د سولې پروسی سره صادقانه همکاری کې، باید د تروریزم څخه ملاتړ څخه لاس واخلی او د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ مستقیم خبرو اترو لپاره زمینه سازی وکړی.
د ریاست جمهوری ماڼۍ او امریکا به نظر بین الافغانی سوله دوه بیل معناوی لری. ارګ وایی چی بین الافغانی سوله یعنی د طالبانو او افغانستان رسمی دولت ترمنځ سوله؛ خو د خلیلزاد اخیر هڅی د عطامحمد نور او حنیف اتمر به شان مهرو ملاتړ تر لاسه کولو لپاره د سولې په برخه کې خپل هڅو لپاره، په دی معنی دی چی بین الافغانی سوله یعنی افغانستان سیاسی جریانونو او طالبانو ترمنځ سوله!
په همدی لړ کې ویل کیږی چی اسلامی جمعیت ګوند ځینی سران هم د طالبانو سره په ترکیه او قط کې، مذاکرات درلودلی دی؛ هغه خبر که تایید شی، په دی معنی دی چی ریاست جمهوری او شخص اشرف غنی، په ناباوره توګه د امریکا له لوری تیرایستل شوی دی او د طالبانو خودداری د ارګ سره مذاکری لپاره هم د واشنګتن برنامو څخه وو.
اشرف غنی د ۴۵ زرو څخه ډیر سرتیرو شهادت او په زرهاوو نورو غیری نظامیانو شهادت ته په اشاری سره وایی چی د جګړی قربانی، افغانان دی، بناپردی د سولې په برخه کې عمل ابتکار هم باندی د افغانانو په اختیار کې وی؛ خو په نظر رسیږی چی ددی نظر په وړاندی، امریکا قرار لری چی لکه څنګه چی یو ورځ د طالبانو سره جګړه کلید ووهله، نن د سولې کیلی هم په اختیار کې لری.
 
https://avapress.com/vdcexv8zzjh8foi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته