دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۱۰
د مطلب کود : 196225
ملی شورا ځینی نمایندګان د ولسمشریزو ټاکنو لومړنې پایلو اعلان غوښتونکې شو
مجلس ځینی نمایندګان په یو ناسته کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون څخه وغوښته چی هرڅه ژیر ټاکنو لومړنۍ پایلی اعلان کړی.

افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-کابل: نن یکشنبه د قوس په ۳ نیټه مجلس ځینی نمایندګان چی د دولت ساز ټیم سره دی، په یو ناسته کې د ثبات او همپالنې ټیم څخه نیوکې ترڅنګ وویل چی ولسمشریزو ټاکنو لومړنی پایلو نه اعلانیدل د خلګو په منځ کې اندیښنی رامنځته کېدو لامل شوی دی.
محمد اقبال صافی د مجلس نماینده په دی ناسته کې وویل چی خلګ افغانستان کې دا غواړی چی کمیسیون ټاکنو لومړنۍ پایلی هرڅه ژیر اعلان کړی ترڅو هیواد وضعیت د ګیچ وضعیت څخه ووځی.
ښاغلی صافی وویل چی ځینی کسان دا قصد لری ترڅو هیواد بحران لوری ته یوسی. دا نماینده ګان په تلویحی توګه ثبات او همپالنې ټیم د خلګو رای په ګرو نیولو باندی تورن کړ.
هغه وویل چی هغه کسان چی د رایو بیاشمېرنې مخه نیسی، شخصی ګټو او څوکې ته فکر کوی او افغانستان خلګو ګټی په نظر کې نه نیسی.
محمد آصف د سنا مجلس معاون هم وویل چی حکومت باید مشخص کړی چی څوک د رایو بیاشمېرنې مخه نیسی او په هغه صورت کې چی ځینی کسان هیواد اوو ولایتونو کې د رایو بیاشمېر مخه نیسی، ددی ولایتونو رایو صندوقونه باید مرکز ته ولیږدول شی او او کابل کې بیا وشمېرل شی.
هغه وویل چی ټاکنو لومړنۍ نتایج هرڅه ژیر باید اعلان شی او سولې خبری هم شروع شی.
سنا مجلس معاون وویل چی لومړنیو نتایجو نه اعلانیدل ددی لامل شوی ترڅو سرمایه ګذاران بلاتکلیف وضعیت کې قرار ولری.
 
https://avapress.com/vdcauin6m49nou1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته