دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۱
د مطلب کود : 196987
تخار او فاریاب کې د ثبات او همپالنې ټیم په زرهاوو پلویانو لاریون
د رارسیدلی ریپورتونو په اساس په زرهاوو تنه د ثبات او همپالنې ټیم پلویانو څخه نن دوشنبه تخار او فاریاب ولایت کې لاس په لاریون وهلی دی. د ثبات او همپالنې ټيم پلویان فاریاب او تخار جادو ته راوتلي او کمیسیون او اشرف غنی په وړاندی شعار ورکوی.

 
معترضین وایی چی ټاکنو خپلواک کمیسیون ته دا حق نه ورکوی چی د هغوی رایو په وړاندی خیانت وکړی.
فیض محمد توحیدی د ثبات او همپالنې نمایندګانو څخه تخار ولایت کې خپل خبرو کې رسنیو ته وویل چی ترڅو چی پآک او ناپاک رایی بېل نه شی، هغوی مدنی لاریون به تخار ولایت تالقان ښار کې ادامه ولری.
د تخار ځينی اوسیدونکو په وینا، د نن دوشنبه لاریونونو له امله تالقان ښار ټول جادی او دکانونه تړلی دی او امنیتی ځواکونه امنیتی تدابیر نیولی دی.
دا په داسی حال کې دی چی مخکې له دی هم ثبات او همپالنې ټيم پلویان د تخار ولایت ټاکنو کمیسیون دروازی په وړاندی تحصن خیمه درولی وه.
 
https://avapress.com/vdcfcvdyew6d11a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته