دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۱
د مطلب کود : 197146
د ناټو استازی: افغانستان کې د موقت حکومت خبرې بېځایه دي
د افغانستان لپاره د ناټو سازمان ملکي استازي نېکولاس کې ویلي، باور لري چې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې به ژر اعلان او نوی حکومت به رامنځته شي. له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ښاغلي کې وویل، افغانستان کې د موقت حکومت جوړولو خبرې بېځایه دي، ځکه په اساسي قانون او د ټاکنو په قانون کې په دې اړه څه نشته.

د ناټو استازي ویلي، دی باور لري چې د ټاکنو کمېسیون به د رایو د شمېرنې بهیر بشپړ کړي او د ټاکنو ګټونکی به ژر اعلان شي.
نوموړي پر ټولو ښکېلو غاړو غږ وکړ چې د کمېسیون لخوا اعلانېدونکې پایلې ومني، او ټینګار یې وکړ چې په اوسنیو شرایطو کې هېڅوک نه غواړي افغانستان د سیاسي بحران خوا ته ولاړ شي.
ښاغلی کې وایي، که نوماندان او سیاسي ډلې د ټاکنو په تړاو اندېښنې لري نو باید له اړونده کمېسیونونه سره کېني، او د دوی اندېښنو ته باید ځواب وویل شي.
خو دی زیاتوي، کله چې کمېسیون د ټاکنو پایلې اعلان کړي نو د ټولو سیاسي ډلو مسولیت دی چې د پرېکړې درناوی وکړي او پایلې ومني.

نېکولاس کې په افغانستان کې د روان امنیتي وضعیت او د ناټو راتلونکي رول په اړه هم وغږېد، او یو ځل بیا یې وضاحت وکړ چې افغانستان سره د ناټو ژمنتیا دوامداره ده.
نوموړي وویل، په تېر یوه کال کې د افغان طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې د خبرو ملاتړ کوي، ځکه د افغانستان کشاله پوځي حل نه لري. ده ټینګار وکړ چې طالبان د جګړې له لارې نشي بریالي کېدلی او باید د مذاکراتو مېز ته راشي.

په تېرو څو ورځو کې دا څویم جګپوړی بهرنی چارواکی دی چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په اړه څرګندونې کوي.
د سه شنبې پر ورځ د جرمني د دفاع وزیرې هم کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل، د ټاکنو کمېسیون باید ژر تر ژره لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

تېره دوشنبه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم جوزجان ته ولاړ او هلته یې د افغان ولسمشر له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره وکتل.
جنرال دوستم په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني د سیال عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړی و او پر حکومت او ولسمشر غني یې د درغلۍ تورونه هم پورې کړي وو.
خو له جنرال سکاټ مېلر سره تر کتنې وروسته جنرال دوستم خپل دریځ یو څه نرم کړ او د ټاکنو پر کمېسیون یې غږ وکړ چې لومړنۍ پایلې دې ژر اعلان کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdo50f9yt0nf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته