دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۲
د مطلب کود : 197365
قطر کې د امریکا او طالبانو خبرې یو ځل بیا پیل شوې ـ امریکايي چارواکی
نن شنبه د ډسمبر پر ۷مه «لېندۍ پر ۱۶مه» د قطر مرکز دوحه کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې درېدلې خبرې یو ځل بیا رسماً پيل شوې.
یوه امریکايي چارواکي د نوم نه خپرېدو په شرط د یاد خبر په تائید سره امریکا غږ ته وویل، چې په نننیو مذاکراتو کې به د دواړو لورو تمرکز به په افغانستان کې د تاوتریخوالې پر کمولو وي، چې ورسره به بین الافغاني خبرو او اوربند ته زمینه برابره شي.
سرچينه : صدای امریکا
https://avapress.com/vdcg3u9qnak9yw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته