دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 197758
کمیسیون خپل لاس کې شته نتیجه اعلان کړی
سناتوران، ولسمشریز ټاکنو نتایجو نه اعلانیدل د هیواد په ګټه نه بولی او ټینګار کوی چی کمیسیون هرڅه ژیر هر نتیجه چی په اختیار کې لری اعلان کړی.


افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-کابل: سنا مجلس ننۍ عمومی ناسته کې ولسمشریز ټاکنو نتیجی هرڅه ژیر اعلانیدو باندی ټینګار کړی او یادونه کړي چی سیاسیون باید په دی پروسه کې مداخله ونه کړی.
ګلالی اکبری د بدخشان ولایت سناتور ننۍ ناسته کې وویل چی ولسمشریزو ټاکنو نتایجو اعلان د حد څخه اوږد شوی او ټاکنو کمیسیون باید د خلګو قناعت ترلاسه کولو لپاره هرڅه ژیر باید نتایج اعلان کړی.
اکبری سولې خبرو اترو ته اشاره کړي او زیاته کړی چی ټاکنیز دولت رامنځته کېدو نه بغیر، موږ نه شو کولای سولې مذاکراتو کې د یو پیاوړۍ جناح په توګه تصمیم ونیسو او عمل وکړو.
داود غفاری د سنا مجلس بل غړۍ هم ننۍ ناسته کې د هیواد وضعیت خراب وبلل او زیاته کړه چی ټاکنو کمیسیون ونه شی کولای ټاکنو مشکل حل کړی، افغانستان بحران لوری ته ځی.
سربیره پردی فضل هادی مسلمیار د سنا مجلس رئیس ننۍ ناستې په جمع بندی کې وویل چی ټاکنو کمیسیون دی نور مصلحت ګرایی نه کویاو ټاکنو نتایجو اعلان نه ځنډوی.
مسلمیار وویل چی کمیسیون باید هر نتیجه چی په اختیار کې لری باید اعلان کړی او خلګ نور ونه ځوروی.
ولسمشریز ټاکنې د میزان په شپږمه نیټه په ټول هیواد کې ترسره شوی خو تراوسه لومړنۍ نتایج یی د ټاکنیز تکتونو مخالفت په دلیل نه دی اعلان شوی.
 
https://avapress.com/vdccpmqs42bqom8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته