هغه دا خبره نن په خپله فیسبوک پاڼه لیکلې ده.
د افغانستان اجراییه رییس او د ولسمشرۍ ټاکنو کاندید عبدالله عبدالله داسې وخت دا خبره کړې چې د ټاکنو کمیسیون ویلي ژر به د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د انتخاباتو کمیسیون یوه ویاند مرزامحمدحقپرست پرون ازادي راډیو ته وویل چې د انتخاباتو کمیسیون او انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ناسته درلوده او تر یوه معقول تصمیم وروسته هر څومره ژر چې ممکن وي پایلې اعلان کړي.
د انتخاباتو کمیسیون ویلي چې د ۲۷ ولایتونو د رایو بیا شمېرنه بشپړه شوې خو په پاتې نورو ۷ ولایتونو کې دوی ته د بیا شمېرنې اجازه نه ده ورکړل شوې.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم وايي چې د انتخاباتو کمیسیون دې درې لکه د دوی په خبره تقلبي رایه باطله او د دوی غوښتنو ته رسیدګي وکړي.
اخوا په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایډون پرون د انتخاباتو د پایلو په ځنډنۍ کېدو انتقاد وکړ.
هغه وویل خلکو څه باندې دوه میاشتې د ټاکنو پایلو ته انتظار ایستلی او د پایلو نه اعلان د خلکو له حقونو سرغړونه ده.
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د میزان په شپږمه وشوې او دوه واره یې د لومړنیو پایلو اعلان ځنډیدلی دی.