هغه دغه خبري چهارشنبه (جون ۸) په کندهار پوهنتون کي د هيواد د اساسي قانون د اوونۍ د ۱۶مي کلیزي په مناسبت جوړه سوې غونډه کي وکړې.
په دغه لمانځغونډه کي د کندهار پوهنتون رئيس پوهاند ډاکټر عبدالوحد وثيق، د پوهنتون استادانو، محصلینو او يو شمير نور د دولتي او غيردولتي ادارو مسؤلينو ګډون کړی و.
د کندهار پوهنتون رئيس پوهاند عبدالوحد وثيق وويل چي د قانون د حاکمیت په موخه باید د هیواد اساسي قانون پر ټولو يو ډول تطبیق کړل سي. ده وویل چي افغانستان اساسي قانون لري، خو په وینا يې بدبختانه ګټه نه ده ځني اخیستل سوې. د وثیق په وینا، موږ بايد اساسي قانون ته غاړه کښېږدو او تر خپل وسه نور د اساسي قانون له محتوا او ماهیت څخه خبر کړو. ده وویل، کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي پروګرامونه زيات کړي او داسي پروګرامونو ته به تر هغو ادامه ورکوي څو هيوادوال په دې پوهېږي چي خپل مشکل څنګه د قانون د تطبیق په واسطه حل کړي؟
د پوهنتون د رئیس تر خبرو وروسته د پوهنتون یو شمېر استادانو د افغانستان د اساسي قانون په اړه سیمنارونه هم وړاندي کړه. هغوی د افغانستان د اساسي قانون د ټول فصلونو په اړه ناست کسانو ته معلومات او وضاحت ورکړ او د ناظرینو سوالونو ته يې د یوه فېنل په مټ جوابونه وویل.