د کابل – هرات پر لویه لار د لویو موتړ چلوونکو له تېرې یو انۍ راهیسې د دې له امله پر اعتصاب لاس پورې کړې و، چې د لارې په اوږدو کې د یو شمېر امنیتي پوستو له لوري ځورېدل.
د لویو موتړ چلوونکو او سوداګرو تېره اونۍ د کابل – هرات پر لویه لار د ځينوامنیتي پوستو له خوا د اخاذۍ اخیستو او ځورونې له امله په اعتصاب لاس پورې کړی و، چې له همدې امله د کورنیو چارو وزارت د امنتیي مرستیال اړ شوی تر څو د ستونزې د هواري په پار هرات ولایت ته ولاړ شي.
کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل – هرات پر لویه لار به له هغو امنیتي ځواکونو سره قانوني چلند وشي، چې له موتړ چلوونکو پر بډې اخیستو تورن دي.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال هرات ولایت کې رسنیو ته ویلي، چې د کابل – هرات پر لویه لار به یو شمېر هغه پوستې لرې کړي چې شتون یې اغیز لرونکی ندی.