دا اداره وایي په یو شمیر سیمو کې د درنې واورې له امله موټرې ایسار پاتي او سلګونه خلک له ستونزو او آن د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
نوموړې اداره زیاتوی تیره ورځ یې د کلا سیف الله په مهترزي سیمه کې یې په واور کې ایسار عام خلک ژغورلي او د نورو د ژغورلو هڅې روانې دي.
دغه راز بیا د پاکستان د هوا پيژندنې ادارې ویلي، چې اوسمهال په یادو سیمو کې د تودوخې درجه منفي ۱۳ ده، چې له امله یې پر سړکونو تګ راتګ نشي کیدلای.
بل لورته د پاکستان په واک کې کشمیر د طبعي پيښو اداره وایي، په تیرو ۲ ورځو کې د واورې ښویېدنې او چتونو غورځیدو له امله ۱۲ تنه مړه او ۱۲ نور ټپيان دي.
دې ادارې ویلي،چې په نیلم ولسوالۍ کې تر ۲۲ کورونه او څلور هټۍ وران شوي دي.
دا ادارې وایي اوس هم په یوشمیر سیمو کې واوره او په یوشمیر نورو کې بیا بارانونه وریږي او ښايي د مرګ ژوبلې شمیره هم لوړه شي.
تر دې دمه په پاکستان کې د واورو اوبارانونو له امله له زیانمنو سره د خوارکي او یا غیر خوراکي توکو د مرستې په اړه څه نه دي ویل شوي.