د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي وايي، ښاغلی امیني تېره شپه شاوخوا ۸ بجې په شاه شهید مېنه کې خپل کور ته روان و ، چې نامعلومو وسله والو پرې ډزې وکړې.
د رحیمي په وینا د کابل د پخواني امنیه قوماندان پښه ټپي شوې ده.
تر اوسه د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی او د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دې پېښې په اړه څېړنه کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)